افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر د غزني پوهنتون لپاره د طب پوهنځي منظور کړ

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت وایي، د دوی مشر د یوه ځانګړي حکم له مخې د غزني پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور کړ.

یاد وزارت لیکلي چې دغه مهم ګام به د غزني ولایت ځوانانو سربېره د هېواد بېلابېلو برخو محصلینو ته د طب په برخه کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او هم به روغتیایي خدمات ورسره لا پیاوړي شي.

افغانستان د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دی، په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې د مسلکي ډاکټرانو او طبي کارکوونکو کمښت محسوس دی.