
کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو د افغانستان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې د طالبانو سیاستولي یې په کې ستایلې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، تېره ورځ ویلي و چې دا مهال په افغانستان کې “حاکمیت او امنیت” ټینګ شوی او وضعیت د پخوا پرتله بدل شوی دی، د تېر وختونو برعکس چې د افغانستان هره برخه د بېلابېلو ډلو په لاس کې وه، اوس دا ډول نه ده.
د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.
هغه ویلي، دا یو واقعیت دی چې په افغانستان کې یوه واحده سیاسي واکمني موجوده ده چې د دغه هېواد پر ټوله جغرافیه باندې بشپړ حاکمیت لري.
ایران له افغانستان سره اوږد تاریخي، سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، ایران محتاط دریځ خپل کړ او د طالبانو حکومت یې نه په رسمیت وپېژانده، خو ورسره یې تعامل ته دوام ورکړ.