خبرونهنړۍ

د استانبول د ښاروال د نیولو په غبرګون د ترکیې ۵۵ ښارونو ته لاریونونه غځیدلي

( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په ترکیه کې د استانبول د ښاروالۍ د نیولو کېدو په غبرګون پیل شویو لاریونونو کې زده کړیالان هم ورګډ شوي او له امله یې دغه اعتراضونونو نوې بڼه غوره کړې.

په ورته وخت کې، د ترکیې ګاونډي هېواد یونان د ترکیې هېواد د نارآرامیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بیګا هم زرګونه زده کړیالان لومړی د استانبول بشیکتاش سیمه کې را ټول شول او وروسته د یاد ښار ښاروالۍ لور ته روان شول.

دغه زده کړیالان د امام‌اوغلو د پلویانو هغه لاریونونو سره یوځای شول چې د هغه له نیول کېدو راهیسې هره شپه د ښاروالۍ مخې ته راټولیږي.

د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغه مهم مخالف شخصیت او د رجب طیب اردوغان د اصلي سیال د نیولو پر ضد لاریونونه لا هم پراخېږي.

د دغه اژانس د راپور له مخې، دا لاریونونه د ۸۱ ښارونو له ډلې په لږ تر لږه ۵۵ ښارونو کې ترسره شوې دي.

په ورته وخت کې را پورونه وایي، ترکیې پولیسو تر اوسه د دغه لاریونوالو څخه د زرو زیات کسان نیولي او دغه لړۍ ته یې دوام ورکړی.