
( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ څخه یو تن څو ورځې وړاندې ناڅرګنده کسانو له خپل موټر سره یو ځای تښتولی وو، چې پرون د تښتول شوي کس جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه کس اکرام الله نومیږي او د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد د کلي اوسیدونکی دی، چې درې ورځې وړاندې له خپل موټر سره یو ځای د ناڅرګنده کسانو له لورې تښتول شوی و.
دغه سرچینه وایي، یادو کسانو له اکرام څخه موټر اخیستی او هغه یې وژلی، چې پرون یې جسد وموند.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ اکرام چې د کورنۍ سرپرست وو، د یاد موټر په وسیله یې د کورنۍ نفقه ګټله.