
( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په حرمین شریفین (مسجدالحرام او مسجد نبويﷺ) کې د قدر شپې د لټون په موخه په درېیمې طاقې شپه د عبادت کوونکو شمېر نږدې ۳ میلیونو ته رسید.
د رمضان المبارک د وروستۍ لسیزې د ۲۵مې شپې په مناسبت، په مسجدالحرام او مسجد نبويﷺ کې له دوه میلیونه او۵ سوه زرو څخه زیاتو عبادت کوونکو حضور درلود.
دغه عبادت کوونکو د طواف او عمرې وروسته د تراویح لمونځ، قیام اللیل او ډله ییزې دعاګانې وکړې.
سعودی عربستان د دغه عبادت کوونکو د خوندیتوب په موخه له شل زرو زیات ځواکونه پر دنده ګمارلي و، چې د خلکو د ګڼې ګوڼې کنترول او منظمولو چارې یې ترسره کولې.