
( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د حمل له ۱۳مې نیټې وروسته به په هغه هېوادونو ۱۳ سلنه تعرفه لوړه کړي، چې له وینزویلا څخه تیل او ګاز واخلي.
وایي، دغه تعرفه به د یادو هېوادونو په هغه توکو ولګول شي، چې امریکا ته یې صادروي.
په ورته وخت کې د ټرمپ په حکم پرون له امریکا څخه په وروستیو کې ۹ سوه وینزویلایي کډوال ویستل شوي او ټرمپ ویلي، چې کاراګاس له امریکا سره دښمنانه چلند کوي.
ټرمپ دا متقابلې تعرفې د یوې وسیلې په توګه ګڼي ترڅو هغه توکي چې متحده ایالاتو ته واردیږي، په هغه کچه مالیه پرې ولګول شي چې په نورو هیوادونو کې د امریکايي توکو پر سر تعرفې لګول کیږي.