د افغانستان کرکټ بورډ او ابوظبي کرکټ کمپلکس ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک شو

کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د او ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس سره یې د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون لاسلیک کړی چې لهمخې به یې دواړه لوري یو بل سره په اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.
دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان او د ابوظبي ورزشي کمپلکس اجراییوي رییس مېټ بووچر ترمنځ د یادېشورا د عمومي منشي عارف حمد العواني په شتون کې لاسلیک شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه تړون چې پر بنسټ به افغان کرکټ بورډ ته د ابوظبي ورزشي کمپلکس په کرکټلوبغالو، روزنځایونو، ورزشي جېمونو او روزنیزو ځایونو کې له کوم فیسونو او لګښتونو پرته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، الف، نووولسکلنو او دغه راز نورو لوبډلو ته په نړیوال معیار برابرې اسانتیاوې او خدمتونه برابريږي.
دغه راز به د دغه هوکړه لیک او تړون له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې کمپونه، د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه اواړوند پروګرامونه هم د ابوظبي په ورزشي کمپلکس کې ترسره کېږي چې سربېره پر دې به پکې د لوبغاړو لپاره د لامبو حوضونو، د لوبغاړود فزیکي تکړښت لپاره د روزنځایونونو او اکاډمیو وړاندې کول هم شامل دي.
سربېره پر دې د یادونې وړ ده چې د ابوظبي کرکټ او ورزشي کمپلکس به د افغانستان په کوربه توب د ملي لوبډلې د دوه اړخیزو ټېسټسیالیو او لوبلړیو لپاره د ابوظبي کرکټ عمومي لوبغالی، دغه راز ټولرېنس او اوول لوبغالي په کم فیس افغانستان کرکټ بورډ ته په واککې ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په بدل کې به یې افغانستان کرکټ بورډ د اړتیا له مخې خپلې ټول تمریناتي کمپونه، د ملي لوبډلې د ټېسټ سیالۍ، دالف، ایمرجېنګ او نوولس کلنو کم عمره لوبډلو لوبې او کمپونه، روزنیز او تخنیکي ورکشاپونه او د چمتووالي کمپونه د ابوظبي ورزشيکمپلکس پر لوبغالو، روزنځایونو او میدانونو باندې ترسره کوي