افغانستانخبرونه

غزه کې د اسرائیلو بریدونه؛ دوه خبریالان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو له امله دوه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې راپور له مخې، حسام شبات، چې د همدغې شبکې خبریال و، د اسرائیلو له لوري د غزې په بیت لاهیه سیمه کې په یوه برید کې وژل شوی دی.
شبات ۲۳ کاله عمر درلود او مخکې له دې هم د اسراییلو له لوري په یوه برید کې ژوبل شوی و، خو بیا یې هم د غزې په اړه د خبریالۍ کار ته دوام ورکړ.
په ورته وخت کې محمد منصور، چې د “نن فلسطین” رسنۍ سره یې کار کاوه د خپلې ښځې او زوی سره د اسرائلو له لوري د خان یونس په سیمه کې د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په غزه کې د اسراییلو او فلسطینی وسله‌والو ترمنځ جګړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له بریدونو وروسته یو ځل بیا شدیده شوې، د زرګونو ملکي خلکو د وژل کېدو سبب شوې ده. خبریالان، چې د شخړې د پوښښ لپاره کار کوي، د جګړې د مستقیمو قربانیانو په ډله کې دي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) راپورونه ښيي، چې د غزې جګړې له پیل راهیسې لسګونه خبریالان وژل شوي، ټپیان شوي یا توقیف شوي دي.