خبرونهلوبې

د بنګلدېش یوې محکمې د شکیب الحسن د شتمنۍ د ضبط کولو امر وکړ

( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د بنګلدېش یوه محکمې د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبدلې پخوانی کپتان شکیب الحسن د شتمنۍ د ضبط کولو امر صادر کړی.

د را پورونو له مخې؛ د بنګلدېش په ډاکه کې پرون یوې محکمې د چیک باونس په یوه قضیه کې د شکیب الحسن د جایداد د ضبط کولو امر وکړ.

شکیب په ۲۰۱۶ کال کې د بنګلادیش په ستخیره کې د کبانو یو فارم جوړ کړی وو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې غیر فعال دی.

د یاد فارم لپاره شکیب الحسن له بانک څخه د پور ادا کولو په موخه چیکونه  اخیستي وو، خو د ناکافي بودیجې له امله یاد چیکونه باونس شوي وو.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې بنګلدېشي بانک د یادو باؤنس شویو چیکونو په اړه قانوني اقدامات پیل کړل، چې د دسمبر په ۲۴مه د شکیب او د هغه د شرکت د درې نورو چارواکو پر ضد مقدمه ثبت شوه.

په جنوري کې محکمې په دې قضیه کې د شکیب د نیولو حکم جاري کړ، خو شکیب الحسن د سیاسي ناآرامیو او د عوامي لیګ سره د تړاو له امله د مرګ ګواښونو د ترلاسه کولو وروسته له بنګلادیش څخه بهر دی.

هغه تېر کال د حکومت ضد مظاهرو پر مهال د یوه ځوان د وژنې په قضیه کې هم تورن دی.