خبرونهسیمهنړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: ماهرنګ بلوچ دې ژر تر ژره له بند ازاده شي

( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) 

د بښنې نړيوال سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي چې دغه هېواد کې د بلوڅانو د حقونو فعاله ماهرنګ بلوچ دې ژر تر ژره له بنده ازاده کړي.

ډاکټر ماهرنګ بلوچ چې د بلوڅانو د يووالي کمېټې مشره ده او په پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو لپاره کار کوي او په دې وروستيو کې يې پراخه لاريونه پيل کړي وو، د مارچ په ۲۲مه پاکستاني ریاست ونيوله.

ماهرنګ بلوچ هغه مهال ونيول شوه چې نوموړې په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني رياست له لوري د بې ګناه لاريونوالو د وژلو په غبرګون لاريونونه وکړل او د وژل شويو کسانو جسدونه يې د لاريون په شکل انتقالول.

د بلوڅانو د يووالي کمېټې پر اېکس پاڼه لیکلي چې له ماهرنګ بلوچ سره يو شمېر نور فعالان هم نيول شوي او پوليسو د وژل شويو کسانو جسدونه هم له ځان سره وړي دي.

د پاکستان حکومت ويلي چې ماهرنګ بلوچ د ترهګريزو فعالیتونو او د نظم د ګډوډولو په غبرګون نيول شوې ده.

تازه د بښنې نړيوال سازمان پرون د پاکستان له حکومت وغوښتل چې ماهرنګ بلوچ دې ژر تر ژره ازاده کړي.

دغه سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «پاکستان: د مهرنګ بلوچ د غیرقانوني توقیف څخه د ۳۸ ساعتونو څخه زیات وخت تیر شوی، خو لا هم هغې ته د هغې وکیلانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کیږي. په بلوچستان ایالت کې د دوامداره خپل سري نیولو او توقیفونو په اړه د اندیښنې وړ راپورونه هم شتون لري.»