
( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په پاکستان کې د بلوچانو د يووالي کمېټه وايي، چې د دغې کمېټې د مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوچ د خلاصون لپاره د پراخو لاریونونو پلان لري چې له نن ورځې به پيلېږي.
په دغو لاریونونو کې نن د مارچ په ۲۵مه په ۸ بېلابېلو ځايونو کې لاریونونه او کاربندیز، سبا د مارچ په ۲۶مه په هم پراخ لاریونونه او د مارچ په ۲۸مه د بلوچستان ملي ګوند د مشر سردار اختر جان مینګل (منګل) په مشرۍ د ماهرنګ بلوچ د نيول کېدو له ځای څخه تر کوټې ښار پورې لانګ مارچ (اوږد مزل) کوي.
ډاکټر ماهرنګ بلوچ چې د بلوڅانو د يووالي کمېټې مشره ده او په پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو لپاره کار کوي او په دې وروستيو کې يې پراخه لاريونه پيل کړي وو، د مارچ په ۲۲مه پاکستاني ریاست ونيوله.
ماهرنګ بلوچ هغه مهال ونيول شوه چې نوموړې په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني رياست له لوري د بې ګناه لاريونوالو د وژلو په غبرګون لاريونونه وکړل او د وژل شويو کسانو جسدونه يې د لاريون په شکل انتقالول.
د بلوڅانو د يووالي کمېټې پر اېکس پاڼه لیکلي چې له ماهرنګ بلوچ سره يو شمېر نور فعالان هم نيول شوي او پوليسو د وژل شويو کسانو جسدونه هم له ځان سره وړي دي.
د پاکستان حکومت ويلي چې ماهرنګ بلوچ د ترهګريزو فعالیتونو او د نظم د ګډوډولو په غبرګون نيول شوې ده.