
( کابل ټیلیګراف – د وري ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا د کورنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې دغه صوبه کې د افغان زده کوونکو/زده کړیالانو اسناد دې راټول او وزارت سره دې شریک کړي.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پلان لري چې د مارچ تر ۲۷مې پورې دغه ټول اسناد بررسي کړي خو دا نه ده معلومه چې د دغې چارې موخه څه ده.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په لیکل شوي مکتوب کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت ریاست د بهرنیانو اړوند ډشبورډ (د اسنادو ډېټابېس) تازه کوي، په خیبر پښتونخوا کې د زده کړو ټولو افغان محصلینو ډیټا باید د مارچ تر ۲۷ پورې ولېږل شي.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت ټولو افغان اتباعو ته د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې له پاکستانه د وتلو لارښوونه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ټولو هغو بهرنيانو ته چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې اوسېږي د مارچ ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه بهر شي او که نه نو د اپریل په میاشت کې به په زوره وشړل شي.