
کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نورټپیان دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه مې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره، د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د نوروزخېلو سیمهکې د یوه موټر چپه کېدو له امله شوې.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د پېښې ټپيان د دغه ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.