
کابل ټیلیګراف ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشرې سیما باهوس ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام زده کړو ته د حق ښکاره نقض دی.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم جدي محدودیتونه لګولي، او د شپږم ټولګي څخه پورته یې د نجونو زده کړې بندې کړې دي. دا بندیز د نړیوالو سازمانونو، د بشر حقونو ډلو، او ګڼو هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوی.
سیما باهوس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا محدودیتونه به پر راتلونکو نسلونو هم اغېز وکړي.
هغې غوښتنه کړې چې افغان نجونې باید زر تر زره ښوونځیو ته لاړې شي او د هغوی بنسټیز حقونه باید له ځنډ پرته تامین شي.
ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه پر طالبانو ټینګار کوي چې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو تر اوسه د طالبانو له لوري کوم نرمښت نه دی ښودل شوی.