
( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی دی چې د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو یوه مسوده وړاندې کړې ده چې له مخې یې د پاکستان د پوځ په مشر عاصم منیر باندې د بندیزونو د لګېدو غوښتنه شوې ده.
په راپور کې راغلي چې دا بندیزونه د عاصم منیر له خوا د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون د سیاسي مخالفینو د ځپلو له امله وړاندیز شوې ده.
دا مسوده چې د «پاکستان د ډیموکراسۍ قانون» په نوم یادیږي، له امریکا دولت څخه غواړي چې په ۱۸۰ ورځو کې هغه کسان وپیژني چې په پاکستان کې په سیاسي ځورونو او تعقیب کې ښکېل دي.
د یادونې وړده، د دې مسودې په تصویب سره به جزایي اقدامات ترسره شي، چې له مخې به یې عاصم منیر ته د امریکا په تګ، ویزې ورکړې، شتمنیو کنګل کېدل او نور اقدامات شامل دي.