افغانستانخبرونه

اف‌بي‌آي هم د سراج‌الدین حقاني پر سر د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه لرې کړه

( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

وروسته له هغه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني نوم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تعقیب لاندې کسانو له فهرست څخه لرې شو، د دې هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌بي‌آي) هم د حقاني پر سر د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه لرې کړې ده.

د اف‌بي‌آي پولیسو نن د وري په ۵مه، د سراج‌الدین حقاني د نیولو لپاره ټاکل شوې ۱۰ میلیون ډالره جایزه لرې کړه.

اف‌بي‌آي په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

له دې مخکې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي د تعقیب لاندې کسانو له فهرست څخه ایستلي دي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې یوه امریکایي پلاوي د دې هېواد د یوه وګړي د خلاصون لپاره کابل ته سفر کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني د تعقیب لاندې کسانو له فهرست څخه د ایستلو په اړه کوم توضیحات نه دي ورکړي.

د حقاني شبکه د ۲۰۰۱ کال کې د متحده ایالاتو له خوا په افغانستان باندې د برید وروسته د طالبانو یوه له تر ټولو مرګونو څانګو په توګه وپېژندل شوه.

دې ډلې د سړک د غاړې بمونو، ځانمرګو بریدونو او نورو بریدونو، په شمول د هند او متحده ایالاتو پر سفارتونو، د افغانستان پر ولسمشرۍ او نورو لویو هدفونو بریدونه ترسره کول.