
کابل ټیلیګراف – ۵ وری -۴۰۴ لمریز کال
د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله یو تن وژل شوی دی.
په یاده سیمه کې یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام شوې ده.
سرچینې وویل، شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې یو تن په کوڅه کې د روانو کسانو په منځ کې پټاقي اچولې وه چې وروسته په اخ او ډبواوښته.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یو تن ټپي شوی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ویلي.