
کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ۲۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کندهار کې د نساجي مسافر وړونکو موټرو د ترمینلد جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ترمینل په ۱۰۰ جریبه ځمکه د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړېږي.
د یادونې ده وړمه ورځ د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په کابل کې د ارغندي ترانسپورټيترمینل د چارو پرانیسته وکړه.
له کابل وروسته په بدخشان او اروزګان ولایتونو کې د ترمینلونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.