لوبې
د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ، افغان لوبډلې اندونیزیا ته لوبه وبایلله

کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله.
دغه لوبه نن ماسپښین په ټایلنډ کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، په دغه لوبه کې اندونیزیا ۶ پر ۴ افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ د تېرې کب میاشتې په ۳۰مه د ټایلنډ په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونوترمنځ پیل شوې چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.