
( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د ماشومانو د ساتنې سازمان پرون راپور ورکړ چې تېره اوونۍ کې د اسرائیلو له خوا پر غزې باندې د بریدونو په ترڅ کې له ۲۷۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي دي.
په غزه کې د دغه سازمان یوه مشر ریچل کامینگز وویل: « ماشومان وژل کېږي، نړۍ چوپه ده. نه مرسته شته، نه امنیت او نه هم راتلونکی.»
په غزه کې روغتیایي چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې، کله چې د اسرائیلو بریدونه پیل شول، له ۵۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان او ځوانان دي.
په دغه بریدونو کې نږدې ۱۱۴ زره نور فلسطیني وګړي ټپیان شوي، چې یو زیاته برخه یې ماشومان او میرمنې دي.