افغانستانخبرونه

په جرمني کې یوه افغان بریدګر محکمه کې پخپلو کړنو پښېماني څرګنده کړه

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د سلیمان عطایي په نوم هغه بریدګر چې د آلمان په مانهایم ښار کې یې پر یو برید کې یو پولیس افسر وژلی وو او یو شمېر نور یې ټپیان کړي وو، پرون یې په محکمه کې د خپلو کړنو له امله پښېماني څرګنده کړه.

هغه چې د طالبانو ویډیوګانې یې په یوتیوب کې لیدلې وې، وویل چې په افغانستان کې د دې ډلې له بریا څخه الهام اخیستی و.

د آلمان د WDR شبکې د راپور له مخې، عطایی ویلي چې د انټرنټ له لارې د اسلامپالو، په تېره بیا د طالبانو د تبلیغاتو سره آشنا شوی او هغوی هغه د جهاد لپاره هڅولی و.

نوموړی منلې چې د داعش وحشیانه او خشنې ویډیوګانې یې په ټیلیګرام کې لیدلې وې.

پنځه ویشت کلن سلیمان عطایی، چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکی دی، تېر کال په مانهایم کې د اسلام پر ضد یوې غونډې باندې برید وکړ، چې په ترڅ کې یو پولیس افسر ووژل شو او ۵ نور ټپیان شول.

د هغه د محاکمې غونډه پرون د اشتوتګارت په عالي محکمه کې د قربانیانو د کورنیو په حضور کې ترسره شوه.

عطایی په دې غونډه کې د خپلو کړنو له امله خواشیني څرګند کړ او وویل: «کاش دا ټول پیښې یوازې یو خوب وای.»

هغه زیاته کړه چې په انټرنټ کې یې د طالبانو له دوو غړو سره اړیکه درلوده او له هغوی څخه یې الهام اخیستی و.

عطایی وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بریا د هغه شخصیت بدل کړی دی.

هغه د طالبانو د کابل ته د ننوتلو انځورونو ته په اشارې سره وویل چې دا [د هغه لپاره الهام‌بخښونکي وو].