افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د تفتیشي میکانیزم جوړولو څخه ملاتړ ندی کړی

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مشرې هیلاري پاورویلي، د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د یو خپلواک تفتیشي میکانیزم د جوړولو په اړه د پراخو غوښتنو سره سره، اروپایي ټولنې تر اوسه له دې طرحې ملاتړ نه دی کړی.

د هغې په وینا، دا میکانیزم به د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو د ثبوتونو له منځه تلو مخنیوی وکړي او د لاهې محکمې سره به د طالبانو د ځواب ویلو او عدالت پلي کولو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اتم پنځوسمه غونډه تېره اوونۍ د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې، بېلابېلو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د اقدام غوښتنه وکړه.

دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې یو خپلواک او هراړخیز تفتیشي میکانیزم جوړ کړي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د افغانستان د ځانګړي راپورتر، ریچارډ بنت د راپورونو بشپړونکی وي.

هیلاري پاور زیاته کړه چې د افغانستان او نړیوالې مدني ټولنې بنسټونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د څېړنې، شواهدو راټولولو او تحلیل لپاره یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي.

هغوی په دې ټینګار کړی چې دا ډول میکانیزمونه کولای شي د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له امله د ځواب ویلو لپاره یوه کلیدي وسیله وي.