
( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د امریکا متحده ایالاتو د سوریې نوي حکومت ته د شرایطو یو لېست وړاندې کړی، که دمشق پر دغه لیست عمل وکړي، پر دې هېواد به لګول شوي ځینې بندیزونه لیرې شي.
روېټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله ویلي، یو له دې شرطونو څخه دا دی چې لوړپوړي دولتي مقامات به هغه بهرنیو جنګیالیو ته نه ورکول کېږي، چې د بشار الااسد د حکومت د نسکورولو په برخه کې یې مرسته کړې وه.
همدارنګه، امریکا د احمد شرع له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې د سوریې د پاتې کیمیاوي وسلو زېرمې لهمنځه یوسي او له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.
د امریکا او سوریې دوو چارواکو روېټرز ته ویلي چې د سوریې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتونو د استازي مرستیالې ناتاشا فرانچسکي، د واشنګټن د غوښتنو لېست د مارچ په ۱۸مه (د حوت ۲۸مه) د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ته په یوه مخامخ ناسته کې سپارلی دی.
دا ناسته د دمشق او واشنګټن ترمنځ لومړنی لوړپوړی مستقیم تماس دی چې د ډونالډ ټرمپ د روانې واکمنۍ را پدیخوا ترسره شوی.