
( کابل ټیلیګراف – د وري ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د بلوچانو د ازادۍ غوښتونکي ډلۍ وایي، د بلوچستان په کلات سیمه کې مو د پاکستان د پوځ پنځه غړي وژلي دي.
د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو د برید د خبر خپرېدو وروسته، د بلوچانو د ازادۍ غوښتونکي ډلې (BLA) په یوه اعلامیه کې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دوی ادعا کړې چې د پاکستاني پوځیانو کاروان یې د کلات ولسوالۍ د هاربوی په سیمه کې د لیرې کنټرول شوي ماین په چاودنه سره په نښه کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې د پاکستان د پوځ پنځه غړي وژل شوي او درې نور، چې یو افسر هم پکې شامل دی، سخت ټپیان شوي دي.