
( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د خیبر پښتونخوا حکومت د وسله والو مخالفو ډلو پر ضد د عملیاتو ترسره کېدو پرېکړې سره هوکړه وکړه.
تر دې وړاندې هغه ویلي وو، چې په دغه صوبه کې به هیڅ ډول عملیاتو ته اجازه ورنکړي.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلي علي امین ګنډاپور په مشرۍ پرون په ترسره شوې غونډه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د عملي اقداماتو ترسره کېدو وروستۍ پرېکړه ترسره شوه.
په غونډه کې پرېکړې شوې، چې د مخالفو ډلو او د هغوی د ملاتړو هر اړخیز ډیټابیس به جوړیږي او د دوی په سر د اېښودل شویو قیمتونو کتنه به د هرې میاشتې په سر کې ترسره کیږي.
دوی ټینګار کړی، چې د مخالفو ډلو ملاتړ کې ښکېل دولتي کارکوونکو پر ضد به سخت انضباطي ګامونه واخیستل شي.
په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان سره د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د زیاتولو لپاره به موضوع له فدرالي حکومت سره شریکه شي.