
( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د را پورونو له مخې؛ تېره شپه د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو په بریدونو کې د یو افسر په ګډون ۶ پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو سرچینو له مخې؛ وسله والو بیګا د بلوچستان په ګوادر، مستونګ، کیچ، پنجګور، کلات او خاران کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې وې او همدا راز یې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي دي.
راپورونه وايي چې شپږ پاکستانی پوځیان، چې یو لوړپوړی افسر هم په کې شامل دی، وژل شوي او لږ تر لږه اته نور ټپیان شوي دي.
همدا راز، په مستونګ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته سقوط شوط او د دوی یو ټانک یې هم سوزولی دی.
د وسلهوالو کسانو له خوا د ګازو د انتقال یوه پایپ لاین، چې له سوئي سیمې څخه د پاکستان پنجاب ایالت ته یې ګاز انتقال کاوه، چاودنه ورکړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د بلوچستان ټولې لویې لارې د وسلهوالو کسانو له خوا تړل شوې وې.