خبرونهنړۍ

شمالي کوریا د مصنوعي زیرکتیا پر بنسټ د ځانمرګي ډرون ازموینه وکړه

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

شمالي کوریا د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون په حضور کې د مصنوعي خیرکتیا پر بنسټ د ځانمرګی ډرون ازموینه وکړه.

د دغه هېواد دولتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دې هېواد په مصنوعي هوښیارتیا ټیکنالوژۍ سمبال یو ځانمرګی ډرون ازموینه یې په بریالیتوب ترسره کړه.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ټینګار کړی، چې د مصنوعي هوښیارتیا وړتیا او بې پیلوټه کنټرول باید د عصري وسلو په پراختیا کې لومړی لومړیتوب وي.

دوه ورځې وړاندې شمالي کوریا د هوایي ځواک ضد توغندي هم په بریالیتوب ازمایلي وو.