
( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په لیتوانیا کې د پوځي تمریناتو پر مهال د امریکا د څلورو ورک شویو پوځیانو مړي موندل شوي دي.
په یاد هېواد کې د امریکا سفارت ویلي، چې دغه سرتېرې د مارچ په ۲۵مه د لیتوانیا په ختیځ کې د پوځي تمریناتو پر مهال ورک شوي وو، چې وروسته یې مړي موندل شوي دي.
دغه سفارت زیاته کړې، د ۳م پیاده ځواک دغه سرتیري د پوځي تمریناتو پر مهال له خپلو ترانسپورټي وسایطو سره یو ځای ورک شوي وو.
دغه پېښه د بېلاروس سره نږدې د لیتوانیا په پابراده سیمه کې رامنځته شوې ده.
په لیتوانیا کې د امریکا سفارت ویلي، چې د یادو سرتېرو د وژنې لامل تر اوسه ندی روښانه، خو په اړه یې تحقیقات جریان لري.