افغانستانخبرونه

افغانستان ته د روسیې د ګازو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

رویټرز خبري اژانس وایي، چې افغانستان ته د روسیې د اوبلنو ګازو د صادراتو کچه ۷۱ زره میټریک ټنو ته رسیدلې، چې د پخوا په پرتله دغه کچه ۵۲ سلنه زیاتوالی ښایي.

د دغه را پورو له مخې؛ افغانستان په کلني ټول نږدې ۷ سوه زره مټریک ټنو اوبلنو ګازو ته اړتیا لري او د دغه هېواد سوداګر تمه لري، چې له روسیې څخه د یادو ګازو په صادراتو کې نور هم زیاتوالی راشي.

د یادونې وړده، چې له هغې چې د اروپايي ټولنې له خوا د روسیې پر مایع ګازو بندیز ولګول شو، د دې ګاز صادرات افغانستان او مرکزي اسیا ته زیات شوي دي.