افغانستانخبرونه

د طالبانو سوداګرۍ وزارت له ۱۲ موسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې

کابل ټیلیګراف – ۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر په ارزښت له ۱۲ موسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې چې دغه ۱۲ موسسې یادې پروژې د ظرفیت جوړونې،د کورنیو د مالي اړتیاوو پوره کولو او د درامد په ترلاسه کې ابتکار، سلمه دوزۍ او ډیزاین زده کړې، د وړو سوداګریو مدیریت، بېرته را ستنیدونکو ته د معشیتي فرصتونو د لاسرسي د زیاتوالي او پایښت او متشبثینو ته د غالۍ اوبدلو او ګرافیک ډیزاین د زده کړې په برخو کې د یو میلیون  ۵۵۳ زرو او ۱۸۰ ډالرو په ټولیز ارزښت د هېواد په ۱۲ولایتونو کې تطبیق کړي.

د یادولو وړ ده چې له دغه پروژو څخه به یو زر او اوه تنه نېغ په نېغه د کندوز، لوګر، فاریاب، ننګرهار، کابل، بدخشان، بامیان، هرات او تخار په ولایتونو کې ګټه پورته کوي.