
( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، تېر کال د افغانستان څخه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ۸ زره او ۲ سوه سیلانیانو لیدنه کړې ده.
دغه وزارت زیاته کړې، په یاده موده کې شاوخوا څلور میلیونه کورنیو سیلانیانو هم د هېواد د بېلا بېلو تفرحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تیر یو کال کې د سیلانیانو لپاره په نورستان، پکتیا، کاپيسا او غور ولایتونو کې د څلورو هوټلونو د جوړیدو څخه هم خبر ورکړ.