افغانستانخبرونه

شونې ده چې زلمی خلیلزاد بیا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شي

کابل ټیلیګراف – ۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې، ښایي د امریکا ولسمشر ډوڼالډ ټرمپ، زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه و ګماري او هغه به دغه راز په کابل کې د امریکا د سفارت په بېرته خلاصېدو هم غور وکړي.

د زلمي خلیل‌زاد د احتمالي رول په اړه بحثونه وروسته له هغه زیات شول، چې نوموړي د جورج ګلزمن د خوشې کېدو لپاره د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر وکړ.

انډېپنډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې، له طالبانو سره په خبرو اترو کې د زلمي خلیل‌زاد پر پخواني رول او په افغانستان کې د سرپرست حکومت او ټرمپ د دولت ترمنځ د منځګړي په توګه د هغه د نوې ګومارنې د ګومانونو په تړاو بحث کړی دی.

انډیېپنډنټ د هغو کارپوهانو له قوله، چې د افغانستان حالات څاري لیکلي، چې د ټرمپ دولت ښايي یو ځل بیا له طالبانو سره د تعامل لپاره پر زلمي خلیل‌زاد حساب وکړي؛ چې له دې ډلې کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو خبرې هم شاملې دي.

یو کارپوه انډېپنډنټ ته ویلي شونې ده، چې ټرمپ وغواړي زلمی خلیل‌زاد د ځانګړي استازي په توګه کابل ته واستوي. د هغه په باور، که دا کار وشي، که‌چېرې د ټرمپ په دولت کې د خلیل‌زاد مشورې واورېدل شي، دا یوه تېروتنه کېدای شي.

​زلمی خلیلزاد، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی و، په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

په ۲۰۲۳ کال کې، خلیلزاد له طالبانو سره د مخالفو مشرانو څخه وغوښتل چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي، ترڅو پر یوه ټولشموله حکومت او اساسي قانون توافق ته ورسېږي.

په ټوله کې، سره له دې چې راپورونه د خلیلزاد د بیا ټاکنې احتمال ښيي، تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی، او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع نه ده تایید کړې.​