افغانستانخبرونه

افغانستان کې په اوړو، غنمو، غوړيو، بوره، تېل او ګازو مالیه کې کموالی راغلی

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په هېواد کې په ۶ قلمه لومړنیو توکو په مالیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د دغه خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند وایي، په دغه توکو کې اوړه، غنم، غوړي، بوره، تېل او ګازو شامل دي، چې د غوړيو، غنمو او اوړو په یو میلیون افغانیو عوایدو کې ۱۰۰۰ افغانۍ مالیه او د بورې، تېلو او ګازو کې په یو میلیون افغانیو عوایدو کې ۱۵۰۰ افغانۍ مالیه ټاکل شوې.

پانګوالو په دغه اقدام خوښي ښودلې او زیاته کړې، چې له امله به یې د یادو لومړنیو توکو په عرضه کولو کې د پام وړ ارزاني هم راشي.