
( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان هېواد د بلوچستان صوبې اړوند په نصیراباد سیمه کې په یوه کور د برید په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي.
پولیس وایي، دغه پېښه د نصیراباد په صبحت پور سیمه کې یو کور ته د اور اچونې او ډزو په پایله کې شوې، چې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي ا په کې یوه میرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو د لومړنیو را پورونو له مخې؛ اټکل کیږي، چې دغه پېښه د ځمکې پرسر د اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.و
ویل کیږي، د دې په اړه پلټنې جریان لري.