
( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د خیبرپښتونخوا په مالاکنډ کې یو موټر د ټکر کولو وروسته نهر ته غورځېدلی، چې په له امله یې د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د مالاکنډ د خټکو شاه په سیمه کې د کډوالو کیمپ ته نږدې شوې ده.
د ژغورنې چارواکو ویلي، چې موټر او د ټولو پنځو کسانو مړي له نهره ایستل شوي دي.
د ژغورنې چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې یو سړی، ۲ ښځې او ۲ ماشومان شامل دي.