خبرونهنړۍ

متحده عربي اماراتو د ۵ میرمنو په ګډون ۱۰ پاکستانیان د سوال کولو په تور نیولي

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د را پورونو له مخې؛ په متحده عرب اماراتو کې پولیسو د ۵ ښځو په ګډون ۱۰ پاکستانیان د سوال کولو په تور نیولي دي.

د متحده عرب اماراتو چارواکو ویلي، چې د نیول شویو سوالګرو په اړه یې د پاکستان چارواکو ته خبر ورکړی دی.

د پاکستان د تحقیقاتو ادارې هم تائید کړې او ویلي، چې په نیول شویو کې درې میرمنې د پنجاب او دوه نور یې د لاهور اوسیدونکي دي.

دغه ادارې زیاته کړې، نیول شوي سوالګر دا مهال په متحده عربي اماراتو کې بندیان دي او پاکستان ته د لیږلو لپاره یې اقدامات پیل شوي دي.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې سعودي عربستان هم سلګونه پاکستانیان د سوال کولو په جرم نیولي.