خبرونهنړۍ

ټرمپ امریکا ته په واردیدونکي موټرو ۲۵ سلنه تعرفه لوړه کړه

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه هېواد ته په واردیدونکو موټرو د ۲۵ سلنه تعرفې لوړیدو اعلان وکړ.

ډونلډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې د امریکا څخه بهر په ټولو هغه جوړو شویو موټرو چې دغه هېواد ته را واردیدونکي دي، پنځه ویشت سلنه تعرفه یې لوړه کړې ده.

ټرمپ وویل چې په امریکا کې جوړو شویو موټرو باندې به هیڅ ډول ټیکس ونه لګول شي.

د امریکا ولسمشر وویل: ممکنه ده چې پر چین باندې د لګول شویو لوړو تعرفو په برخه کې لږ کموالی راشي.

د دې ترڅنګ، یوه خبریال ته د یمن د برید تفصیلات په تېروتنه سره د لېږلو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ټرمپ وویل چې د ملي امنیت سلاکار د دې مسؤلیت منلی دی، خو ممکنه ده چې په سیګنل ایپ کې خرابي وي، سیګنل د اړیکو لپاره اغېزمنه وسیله نه ده.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې پر حوثیانو به بریدونه دوام وکړي.