افغانستانخبرونه

هرات کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

سرچینې وایي، د هرات ولایت د جبرئیل د ازادۍ په سیمه کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ځآن زندۍ کړی او مړه شوې ده.

دغه سرچینو زیاته کړې، دغه نجلۍ د یوه شعیه روحاني لور ده او مهدیه نومېده.

تر اوسه د یادې نجلۍ د ځان وژنې دقیق لامل ندی روښانه شوی او په یاد ولایت کې طالبانو یې په اړه څه ندي ویلي.

په وروستیو کې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، محدودیتونه، پر نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل کېدل هغه لوی عوامل دي، چې د ګڼ شمېر ځان وژنو پېښو لامل شوي دي.