خبرونهنړۍ

د اسرائیلو په برید کې د حماس ویاند وژل شوی

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

را پورونه وایي، په غزه د اسرائیلو په برید کې د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القنوع وژل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس پورې اړوندو رسنیو ویلي، چې القنوع نن سهار هغه مهال ووژل شو، کله چې د جبلیې په سیمه کې د هغه خیمه په نښه شوه. 

په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي، چې په دې برید کې څو نور کسان هم ټپیان شوي دي. 

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو په جلا بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان په غزې ښار او یو بل کس په خان یونس کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په غزه کې پرون په لومړي ځل د حماس پر ضد لاریون وشو او له دغه ډلې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسیدو په موخه له غزې ووځي.