افغانستانخبرونه

د طالبانو د مشر اختریز پيغام: له اسلامي او نورو هېوادونو سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکي یو

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې، ویلي، چې دا ډله له اسلامي نړۍ سره د «اسلامي ورورولۍ» پر بنسټ پیاوړې او نیکې اړیکې او له نورو هېوادونو سره د اصولو پر بنسټ «ښې او ګټورې» اړیکې غواړي. 

د طالبانو د مشر دا پیغام د اختر په مناسبت نن (پنجشنبه، ۷ وری) د «الاماره» په ویب‌ سایټ خپور شوی دی. 

هغه ویلي: «له ټولو غواړو چې د افغانستان د خلکو باورونو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مخه ونه نیسي.» 

د طالبانو مشر په دې پیغام کې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت، چې په پراخه کچه د بشري حقونو د نقض په تور تورن دی، ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا وزارت د «هر ډول فساد مخنیوي» لپاره هڅې کوي. 

هبت‌الله اخوندزاده ادعا کړې، چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبین د «خلکو په اصلاح» بوخت دي او د دوی د هڅو په پایله کې د «منکراتو کچه» ټیټه شوې ده. 

هغه د طالبانو له ادارو او خلکو غوښتي، چې د «فساد له منځه وړلو» لپاره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له محتسبینو سره همکاري وکړي. 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او د دې وزارت مامورین د بشري حقونو د ادارو له خوا په پراخه کچه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تور تورن دي. 

د دې وزارت مامورین همدارنګه د خلکو په خودسرانه نیولو او په سړکونو کې د ښځو او نجونو په ځورولو تورن دي. 

د طالبانو مشر د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د دې ډلې د ځواکونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې ده. 

په هغه پیغام کې راغلي: «افغانانو ډېر کلونه په مخالفتونو او جګړو کې تېر کړي، اوس الحمدلله الله تعالی موږ ته د یووالي او اتفاق ښه فرصت راکړی دی. راځئ له دې فرصته ښه ګټه واخلو، خپل یووالی او اتحاد، چې زموږ د بریا او عزت راز دی، نور هم پیاوړی او یقیني کړو.» 

هبت‌الله اخوندزاده په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو ته په اشارې سره ادعا کړې، چې اوس په هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. 

هغه ویلي: «وروڼو! دا د الله تعالی لوی نعمت ګڼو چې دا ورځ په امن او خوښۍ فضا کې لمانځو. یو وخت په همدې ورځ د افغانانو جنازې بهر تللې، په همدې ورځ پر موږ بمباري کېده، په همدې ورځ زموږ کورونه تالاشي کېدل او بندونو ته اچول کېدو. خو اوس لله الحمد دا ورځ د امن او هوساینې ورځې بدله شوې ده. راځئ ټول د دې شکر ادا کړو او د ترلاسه شوي امنیت، سعادت او خوښۍ ساتنه وکړو.» 

د طالبانو مشر همدارنګه ویلي، چې دا ډله د اقتصادي پروژو په پیلولو سره د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره هڅې کوي. 

هغه له دیني عالمانو غوښتي، چې د طالبانو قوانین او د هغه فرامین، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون او د ځینو دودونو د مخنیوي په اړه د هغه فرمان، خلکو ته تشریح کړي او د هغو په پلي کولو کې همکاري وکړي. 

د طالبانو مشر په داسې حال کې په خپل اختریز پیغام کې له نړۍ سره د ښو او ګټورو اړیکو غوښتنه کړې، چې تر اوسه یې د اړیکو د عادي کولو لپاره د نړۍ هغه شرطونه نه دي منلي چې په کې پر ښځو د محدودیتونو لرې کول او د ټولشموله حکومت جوړول شامل دي.