افغانستانخبرونه

‏ د افغانانو نړیواله شورا: پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي

( کابل ټیلیګراف – د وري ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) 

د افغانانو نړیواله شورا چې مرکز يې په لندن کې دی، په يوه اعلامیه کې ويلي چې پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي او د کډوالۍ پر نړیوالو ادارو غږ کوي چې پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتوب ته رسېدنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، ‏د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې په بې وقفې ډول د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پر افغان کډوالو ځمکه سره کړې او د دوی د ځورولو، نیولو، وهلو ټکولو، بندي کولو او جبري شړلو لړۍ یې پیل کړې ده.

سرچینې زیاته کړه: « د پاکستان حکومت نه شپه ګوري نه ورځ او د افغان کډوالو په کورونو چاپې وهي او بې اسنادو افغانان نیسې او له پولې یې اړوي. په دې کې داسې کډوال هم شته چې کورنۍ یې په پاکستان کې پاتې دي، او دوی یې را شړلي یا یې کورنۍ راشړل شوي او دوی په پاکستان کې پاتې دي.»

دغه شورا وایي چې ‏په پاکستان کې افغان کډوال وایي، دا مهال هم له سخت وضعیت سره مخ دي او اړ دي پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره پولیسو ته رشوت ورکړي.

د افغانانو نړیوالې شورا د کډوالۍ پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتوب ته رسېدنه وکړي او همداراز هغه هېوادونه چې افغان کډوال ورسره د کډوالۍ قضیې لري ژر تر ژره د کډوالو قضیې وڅېړي او د وتلو زمینه ورته برابره کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو افغان اتباعو ته د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې له پاکستانه د وتلو لارښوونه کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ټولو هغو بهرنيانو ته چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې اوسېږي د مارچ ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه بهر شي او که نه نو د اپریل په میاشت کې به په زوره وشړل شي.