لوبې
د چینای لوبډلې چټک توپ اچوونکی متیشا پتېرانا له ای پي ایل سیالیو بهر شو.

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د سرېلنکا لوبډلې تېز توپ اچونکی چې د ای پي ایل په سیالیو کې د نور احمد لکڼوال لوبډلې اړوند چینای لوبډلې برخه و، تازه یې هندۍ رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی د خپلو ټپونو له امله نشي کولی چې په سږ کال ای پي ایل سیالیو کې لوبې ترسره کړي.
متیشاپتېرانا د سریلنکا کرکټ لوبډلې لوبغاړی او تېز توپ اچوونکی دی، چې په چینای لوبډله کې یو له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېده.
د کرکټ څارونکي وايي، چې د نوموړي په نه لوبیدو سره به چینای لوبډله یو څه له مشکلاتو سره مخ شي خو زیاتوي چې د افغان لوبغاړي نوین الحق په شمول ډېر لوبغاړي شته چې چینايی لوبډله یې انتخاب او دغه تشه پرې ډکولای شي.
تر دې مهاله چینای لوبډلې د متیشا پتېرانا د بدیل په اړه څه نه دي ویلي، چې د بل کوم لوبغاړي سره به قرارداد لاسلیک کړي.