
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان د بلوچستان اړوند قلات ته نږدې دوه بسونو د جنګېدو له امله ۵ مسافر مړه او شل تنه نور ټپیان شوي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دغه پېښې اړوند بسونه یو له کراچۍ کوټې او بل یې له کویټې کراچۍ ته روان و، چې د یادې پېښې وروسته ټپیان د قلات روغتون ته لیږدول شوي دي.
بلخوا په چکوال موټروې ایم ۲، سالټ رینج کې هم د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله دوه مسافر مړه او دیرش نور ټپیان دي.
دغه بس له راولپنډۍ چشتیانو ته روانه وه.
ویل کیږي، دغه بس د بریک د کار پرېښودو له امله چپه شوی دی.