افغانستانخبرونه

جرمني له اسلام اباد څخه ۱۷۴ افغانانو دغه هېواد ته ولیږدول

( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د جرمني رسنیو د را پور له مخې؛ د افغانستان ۱۷۴ اتباع چې د جرمني هېواد لخوا ورسره د منلو ژمنه شوې وه، پرون د  اسلام‌آباد څخه په یوه الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.

د را پورونو له مخې؛ په دغه کسانو کې ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شامل و، چې ۷۴ تنه په کې د اتلس کالونو کم عمر او ۹ تنه ماشومان له دوه کلونو کم عمره وو.

د جرمني د فدرالي کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د منلو په برخه کې، امنیت زموږ لومړیتوب دی. دا ټول کسان په ډېر دقت سره کنټرول شوي او معاینه شوي دي.» 

د راپور له مخې، د جرمني د فدرالي کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه کسان له الوتنې مخکې د امنیتي معایناتو مفصلې پروسې څخه تېر شوي دي. 

د «ولت» تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، یو شمېر هغه کسان چې ټاکل شوې وه په دې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شي، د ځینو ملاحظاتو له امله له الوتنې پاتې شول.

دې رسنۍ ویلي چې فدرالي پولیسو لږ تر لږه درې صادر شوې ویزې بې‌اعتباره اعلان کړې دي.

د دې اقدام دلایل تر اوسه نه دي روښانه شوي. 

د جرمني حکومت له وروستۍ الوتنې مخکې ویلي وو چې شاوخوا ۲۸۰۰ نورو افغانانو په دغه هېواد کې د استوګنې د منلو ژمنه تر لاسه کړې.