خبرونهنړۍ

د اوکراین ولسمشر: پوتین به ډیر ژر مړ شي

( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي يوه حيرانوونکې وړاندوينه کړې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به ډېر ژر مړ شي.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د اوکراين ولسمشر زيلنسکي په یوې مرکه کې وړاندوينه وکړه چې د پوتين روغتيا خرابېږي او هغه به ډېر ژر مړ شي.

زيلنسکي زياته کړه چې پوتين غواړي تر خپلې مړينې پورې په واک کې پاتې شي او له لوېديځ سره د مستقيم ټکر په لټه کې دی.

د راپورونو له مخې، د اوکراين ولسمشر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې ولې فکر کوي د ۷۲ کلن روسي ولسمشر ژوند پای ته رسیږي.

خو تېرو څو کلونو راهيسې د پوتين د روغتيا په اړه اټکلونه کېږي، خو کريملين دغه اوازې پرلپسې رد کړي دي.

تېر اکتوبر کې د پوتين ځينې انځورونه خپاره شول، چې په کې د هغه پر لاسونو ځينې نښې ليدل شوې وې، له دې امله اټکلونه وشول چې پوتين د سرطان درملنه کوي، خو د دې نښو اصلي لامل روښانه نه شو.