د ای پي ایل سیالیو په ۸ لوبه کې د نور احمد اړوند چینای لوبډلې بنګلور ته ماتې ومنله خو نور احمد پکې ښه وځېلد

( کابل ټیلیګراف – د وري۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د اي ایل سیالیو اتمه لوبه چې د چینای او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه بنګلور پکې په ۵۰ منډو چینای ته ماتې ورکړه او په لوبه کې یې بریا خپله کړه.
په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د بنګلور لوبډلې ترسره کړه چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۹۶ منډې وکړئ او چینای ته یې د ۱۹۷ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې بنګور ته لوبډلمشر راجټ پټیدار ۵۱ ویرات کوهلي ۳۲ او پیل سالټ ۳۱ ترنورو ډيرې منډې ترسره کړې.
چینای ته بیا توپ اچونه کې افغان لوبغاړي نور احمد بهترینه توپ اچونه ترسره کړه هغه په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او دری لوبغاړي وسوځول چې د ویرات کوهلي ویکټ هم پکې شامله وه.
په ځواب کې یې چینای لوبډلې هدف ترلاسه نشو کړای او د ۸ لوبغاړو په زیان سره یې په پوره شلو اورونو کې ۱۴۶ منډې ترسره کړئ او لوبه یې وبایلله
چینای ته توپ وهنه کې ریچین رویندرا ۴۱ او ای ایس ډوهني ۳۰ منډې ترسره کړئ خو لوبډله یې بریا ته ونشو رسولی
جوش هزلیوډ بنګلور ته بهترینه توپ اچونه وکړه نوموړي په ۴ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړئ او ۳ لوبغاړي یې وسوځول
د یادونې ده چې د نور احمد د نن ۳ وېکټو سره هغه تر دې مهاله د روان ای پی سیالیو مخکښ توپ اچونکی دی چې په دوه لوبو کې یې ۷ لوبغاړي سوځولي دي.