
کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، له متحده عربي اماراتو سره یې د ۵۴ افغان بندیانو د خوشې کېدو هوکړه کړې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پرلهپسې هلو ځلو په پایله کې دغه هوکړه وشوه.
طالبانو د اماراتو د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان څخه مننه کړې او دغه کار یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا نښه بللې ده.
په تېرو کلونو کې، ګڼشمېر افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله د اماراتو په زندانونو کې بنديان شوي، چې ځینې یې د اقامې د نه تمدید، غیر قانوني پاتې کېدو، او د جنايي جرمونو له امله نیول شوي دي.