
کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې یې د خامو سرو زرو د قاچاق په تور څلور چیني وګړي نیولي دي.
افغانستان له طبیعي زېرمو څخه بډای هېواد دی، چې پکې سره زر، لیتیم، مس، او نور قیمتي منرالونه شامل دي. د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د بدخشان، تخار، غزني، لوګر، او هلمند ولایتونو کې د سرو زرو او نورو قیمتي زېرمو کانونه موندل شوي دي.
د طالبانو سرحدي پولیسو مطبوعاتي مسوول عابدالله فاروقي په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي، څلور چيني وګړي چې غوښتل یې ۶۷۸ ګرامه خام سره زر له کابله چين ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه کسان د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
له تېرو څو لسیزو راهیسې، د افغانستان کانونه د ناقانونه استخراج، داخلي مافیا، او نړیوالو قاچاقبرانو تر نفوذ لاندې دي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دوی هڅه کړې چې د کانونو د استخراج چارې تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو لا هم غیر قانوني قاچاق ته مخه نه ده نیول شوې.