افغانستانخبرونه

طالبانو درېیو نورو ولایتونو کې هم رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان  کړ

کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې له دې وروسته ساه لرونکي انځورونه خپاره نه کړي.

د یاد مرکز په خبرپاڼه کې راغلی، په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د دې بندیز له اعلان سره، د هغو ولایتونو شمېر چې په کې د ساه لرونکي انځورونو خپرول په رسمي ډول منع شوي، لسو ولایتونو ته ورسېد.

په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې سیمه‌ییزو سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته تایید کړې چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مسؤولینو د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤولین احضار کړي او دغه بندیز یې په حضوري ډول هم هغوی ته اعلان کړی او د نه پلي کولو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو د بندیز په بشپړ ډول پلي کېدو سره داسې اندېښنې شتون لري چی په یادو ولایتونو کې ټلویزیونونه له فغالیت پاتې شي او نورې رسنۍ به هم له خورا سختو محدودیتونو سره مخامخ شي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې د دې قانون له خپرېدو راهیسې، د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په لږ تر لږه اووه نورو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او فراه ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.