
کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۵ آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته روانه شوه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې د هېواد لوبغاړي به د یادو سیالیو په C ګروپ کې له یمن، اندونیزیا، او جنوبي کوریا سره سیالي وکړي.
تمه ده چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپرېل له درېیمې تر شلمې نېټې د سعودي عربستان په کوربهتوب ترسره شي.